تازہ ترین

News Detail

د ډاکټر همدرد یوسفزۍ د کتاب سیاسي تجزیه

ليک (شاهنواز پیښور پوهنتون)
د ډاکټر همدرد یوسفزۍ د افسانو کتاب چیندرو لوستلو نه روسته مي غوښتل چي څه اوليکم خو لکه څنګه چي غني خان وایې چي تر ټولو ګران کار دا دے چي انسان ليک ته کیني نو نه پوهېږي چي شروع د چرته نه او څنګه اوکړي . چي غني د داسي ستونزي سره مخ ‌ؤ نو زما دپاره به دا څومره ګران کار وي تاسو اندازه کولے شئ او بیا چي زما غوندي ادبي شاړ ذهن لري نو راشه که توديږي. همدرد د پښتو ادب او قامي تحریک د سبا ستورے دے ډیرو خلکو ته معرفي دے زما استاد و او وس مي يار دے زما د فکري او سیاسي شعور استاد او دژوند د خوږو ترخو ملګرے. لکه څنګه چي مي مخکښې اووي چي دذهن په ځمکه مي د ادب او فن شینکے کم دے نو د همدرد په دی ادبي فن پاري به د ادب په چوکاټ کیښي لیکل زما دپاره ګران وي ادب پوهان دې بیا دغسي لیکل اوکړي زه دسیاسیاتو زده کونکے یم نو څه مات ګوډ ليکل په دغه پیمانه کښي کوم.
دا کتاب چي مي لوستلو نه د هري افساني سره مي دنني سماجي او سیاسي ژوند که زمونږ د وطن دننه دے، په سیمه کښي دے او که د نړۍ په سطح دے د یو فلم یا ډاکومنټرۍ په شان رامښکې شو. نن د ټولي سیاست او سماج د تشدد دبلا سرہ مخ دے دیویشتمي پیړۍ هر وګړے که د شرق دے که د غرب د تشدد د اژدهاپه خولي ته پروت دے. نن نړۍ چي څومرا دتهذیب او ترقۍ دعوا کوي د دې نه زیاته وحشي آدم خورا او خونخواره په نظر راځي دانسان ژوند او اقدار د یو مسلسل عدم تحفظ ښکار دي ټول مزهبونه اوسیاسي ایډیالوجیز د انسان دژوند د خوشالۍ او سوکالۍ وعدي خو کوي خو ولي وس پوري ي پورا نه کړہ دغه خو يې څه کوي چي هم دا مزهبونه او ایډیالوجیز پخپله د تشدد سرچیني شوي دي د نن زماني پوهان ادیبان او سیاست مداران هم د دي پيچده سوال او ستونزي سرا مخ دي هم دا وجه دا چی د امن او تشدد سټډیزPeace & Conflict Studies وس اکیډمیا/Academia ته راوړل شو چي په ساینسي توګه دا لویه انساني ستونز هواره کړے شي.
تشدد ډیر شکلونه لري خو پوهانو په دوه قسونو کښي تقسیم کړي دي اولني تهDirect Violence وای او دویم ته Structural Violence وای. اولنے قسم هغه تشدد دے کوم کښي چي تشدد کونکے مالوم وی او دا تشدد د جسماني او زهني درد او اذیت په شکل کښي وي. دویم قسم هغه تشدد کوم کښي چي تشدد کونکے په سترګو نه ښکاري خو دلته دا کار سماجي او معاشي جوړښت ترسرا کوي دلته مختلف رواجونه عقیدي روایتونه د انسان په خوشالۍ سوکالۍ او پرمختګ کښي خنډان وی او د سماجی او معاشي ناانصافۍ وجي اوګرزي.دواړا قسونه ناوړي دی خو پوهان دویم قسم د امن او سوکالۍ د لاري غڼ خنډ بولي.
پوهان د امن راوستلو او تشدد ختمولو دپاره ډیر تجویزونه ورکوي خو بیا هم ورته خپل هر تجویز مکمل علاج نه ښکاري خو اتفاق ي په یوا لار راځي چي هغه عدم تشدد ده ...د ټولو رای دا چي د تشدد دا پيچدہ شکل صرف د عدم تشدد د لاري سميدلے شي د عدم تشدد فلسفه په خپله سينه کښي هغه څه لري چي انسان امن خوشالۍ او سوکالۍ ته رسولے شي په عدم تشدد کښي د هر قسم تشدد ساینسي حل پروت دے. تاریخي او جغرافیای توګه خو د عدم تشدد علمبردارن ډیر دي خو د دي خطي او زماني تر ټولو لوی د عدم تشدد پیامبر فخرافغان او خداې خدمتګار باچا خان دے. باچاخان د عدم تشدد د فلسفي او عمل د کاروان سر لښکر دے.
همدرد یوسفزۍ چي په عقیدہ خوي خصلت او کردار کښي باچاخانے دے د انسان د نن تر ټولو لویه او غټه ستونزه تشدد د فن او ادب دلاري د افساني په شکل کښي مخي ته راوړي. دهغه افساني فکشن کم او د حقیقت روداد زیات ښکاري هغه که د ایټم بم ټوپک او خودکش ذکر کوی نو دی ته direct violence ,Scholars وای هغه که بی انصافه معاشي او طبقاتي نظام په ګوته کۍ نو پوهان دی ته د structural violence بدترین شکل وای هغه که سماج ناوړي رسمونه روایتونه او عقیدی بیانوی نو پوهان دی ته د سماجي تشدد ټکے ورکۍ. همدرد که یو اړخ ته د مذهب په جامه کښي کیدونکی ه رنګه تشدد بربنډا وی نو بل اړخ ته د نړۍ تهذیب او ترقي globalization, modernism, free market economy ,په بنسټ ولاړه دا challenge کوي. زما د استاد او یار کمال دا دے چي د هر Hegemonic Narrative ګریوان شلوي.
خداۍ دي راته ژوندے او خوشاله لري.

Comment Box is loading comments...

Make up Tip of the day

Using Small plates are Helping lose belly fat

Cooking Tip of the day

Aaloo Chaps (Potato Chaps)