تازہ ترین

News Detail

د مورنيو ژبو نړيوالے ورځ په مناسبت سره عبدلولي خان پوهنتون مردان کښې د پوهنتون ادبي ملګرو د سيوري لاندے يوه غونډه

د مورنيو ژبو نړيوالے ورځ په مناسبت سره عبدلولي خان پوهنتون مردان کښې د پوهنتون ادبي ملګرو د سيوري لاندے يوه غونډه اوشوه چې پکښي په ګنړ شمېر کښې خلقو ګډون اوکړو،
د پښتو ژبې استاد اديب او ليکوال ظهور اسلام اظهر د پښتو ژبې په اهميت ګټورې خبرې اوکرے،ده وئيل چې هر قام له خپله په خپله ژبه فخر پکار دے،او خپله ژبه ژوندئ ساتل پکار دي،ده وئيل چي کوم قامونه د خپلې مورنۍ ژبې خيال ساتي هم هغه قومونه مخ په اوړاندے ځي،په دې موقع مقررينو خپلو خبرو کښې وئيل چې هوره اورځ يو شمير ژبې د دنيا نه مخ نه ورکيږي او د هغې لويه وجه دا ده چې دغه خلق خپلي ژبې ته پام نه کوي او د نورو خلقو کلتور او ژبه يي خپله کري وي،د کوم له وجې چې هغوي نه خپله ژبه ورکه ده، او د کوم قام نه چې خپله ژبه اورکه شي هغه قام ورک شي،
په اخره کښې د غونډي ګډونوالو يو پرامنه واک هم اوکړو،د غونډي منتطيمينو کښې عمار حمزه ودان، وسيم ځلان، ثناالله حېران، زوهېب همدان، امير حمزه، انس فاروق او عبيدالله عبيد وو،

Comment Box is loading comments...

Make up Tip of the day

Using Small plates are Helping lose belly fat

Cooking Tip of the day

Aaloo Chaps (Potato Chaps)