تازہ ترین

News Detail

د کرپشن بے تاجه بادشاه په خيبر پښتونخوا کښې د لوټ مار مېله لګولے،حېدر خان هوتي

د کرپشن بے تاجه بادشاه په خيبر پښتونخوا کښې د لوټ مار مېله لګولے،حيدر خان هوتي دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر اؤ پخواني وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي تور لګولے دے چې دکرپشن بې تاجه بادشاه وزيراعلي پرويز خټک اؤ دهغه وزيرانو صوبه کښې دلوټ مار سيل لګولے دے، هسپتالونو کښې ددوايانو، سکولونو کښې دفرنيچر دفراهمۍ ټيکه اؤ دملم جبې زمکه دچا اؤ شراکت دار ئې څوک دي ، ټول پوهيږي چې دتحريک انصاف مشر عمران خان سي پيک منصوبه کښې دپنجاب دخوشحالولو لپاره دخيبرپښتونخوا ترقي په داؤ لګوي،
سادات بابا لوند خوړ کښې ورکرز کنونشن ته دخطاب په وخت حيدر هوتي ووئيل چې عمران خان اؤ نوازشريف دکرپشن جنګ نۀ بلکې داسلام اباد دکرسۍ جنګ کوي، دۀ ووئيل چې پينځه کاله وړاندې ئې دپرويز خټک دحلقې هر يونين کونسل کښې دلسو، لسو کروړو روپو نه زيات ترقياتي کارونه کړي دي.
دۀ ووئيل چې عوامي نيشنل پارټي دپاکستان راهدارۍ منصوبې په نوم دچائنا پنجاب راهدارۍ منصوبه نه مني، دۀ ووئيل چې دراهدارۍ دمنصوبې مخالف نۀ دي خو څه چې پنجاب ته ورکړے کيږي هغه دې خېبرپښتونخوا ته هم ورکړے شي.

Comment Box is loading comments...

Make up Tip of the day

Using Small plates are Helping lose belly fat

Cooking Tip of the day

Aaloo Chaps (Potato Chaps)