تازہ ترین

News Detail

کتاب "يادونه او دردونه"" زما په نظر کښې،،، ادب په ميدان کښې يوه نوے اضافه

ليک: سکندر حيات
د يو ښه کتاب او ليکونکي کمال دا وي چې هغه خپل لوستونکي ځان سره مخ په اوړاندے بوځي او د لوستونکي د لوست جذبه نوره هم سېوه کړي،او دا هنر په ډېر کم خلق لري چې داسې ليک اوکړي چې د هغې کتل د انسان مجبوري شي ،او انسان په لوستلو مجبوره کړي،پښتو ژبه کښې وخت په وخت د نوو نوو کتابونو اضافه کېږي،کومه چې يوه ډېره ښه خبره ده ولې اکثر کتابونه داسې وي چې په هغه ټول کتاب کښې صرف درې څلور ليکونه د کتلو وي،باقي کتاب کښې ليکوال د ليک نه ځان خلاص کړي وي،ولې بعضې کتابونه داسې وي چې انسان غواړي چې کتاب دې اوس هډو ختمېدے هم نه،
د مالاکنډ مېنه کلي سره تعلق لرونکي اديب ليکوال، شاعر محسن شاه محسن د شاعرۍ وړومبے کتاب "يادونه او دردونه" داسې کتاب دے چې انسان وائي چې بس لوستلے مے، او کتاب ختمېدے نه، هر يو غزل ،شعر او نظم د بل د پاسه ښکلے او زړه راښکونکے،
که کتاب اوکتلے شي نو د ژوند هر اړخ په حقله پکښې شاعري شوے ده، محسن شان محسن که په يادونه او دردونه کتاب کښې د رومانيت خبرې کړي نو هم انتها ته پکښې رسېدلے او که سماجي خبرې يې د شعر په ژبه ليکلي نو هم پکښې کمال ته رسېدلے او هم دغه شان که يې انقلابي شاعري کړے ده نو په هغې يې هم حد کړے دے،
زړګيه په خوله نه وائي په زړۀ کښې ورته ګران يو
جانان زمونږ د دواړو دے مونږ دواړه ورته ګران يو
د ټولې دنيا غم زمونږ په زړونو کښې راځائے دے
دړدمند يو دړدېدلي په دړدونو د انسان يو
محسنه مونږ د سر په بيعه اخلو ديدنونه
څۀ بل شان سوداګر يو لا څه بل شان مئينان يو
محسن شاه محسن د اوږدې مودې راهسې شاعري کوي، خو ولې هغه د عام خلقو نه پټ شاعر دے،ځکه چې هغه داسې چرته په مشاعرو کښې برخه نه ده اخستے،او نه يې د خپلې مشهورتيا لپاره د ميډيا يا نورو څېزونو مختاجي اخستے ده، نو هم دغه وجه ده چې د ډېرو خلقو نه پټ دے،او داسې پټ خلق اکثر د کمال وي، ځکه چې د مشرانو په ژبه کښې داسې خلقو ته پټې ملغلرې واي کومې چې ډيرې قيمتي وي، هغه که د خپلې ژبې د پرمختګ خبره کوي نو ولې د نورو ژبو د اهميت نه هم انکار نه کوي، او نورو قامونو ژبو ته هم د قدر په سترګه ګوري، او وائي چې...
ژبه ده زمونږه د جنت ژبه،،،،دا د پښتونخوا د محبت ژبه
خپله مو يوه ده مورنۍ ژبه،،،،بله زده کوو د ضرورت ژبه
ژبه کۀ د هر قام وي سپېځلے وي،،،هر چا لره خپله غنيمت ژبه
د تعليمي نصاب په حقله زمونږ نصاب باندے د ډېر وخت نه ټکونه کېږي، هم دغه شان محسن شاه محسن د تاريخ په حقله هم سپين ريشتيا وئيلي دي او وائي چې
ډېر څه د نصاب نه مې بهر ساتي،،،،،ما د خپل تاريخه نا خبر ساتي
يو څه بل څۀ ښائي چې بچو ته مې،،،علم نه يې څومره په هنر ساتي
د يادونه او دردونه کتاب لوستو سره داسې محسوسيږي چې بس زه هم په دغه ماحول کښې ګرځم،محسن شاه محسن د لفظونو انتخاب داسې کړے چې لوستونکے هم د ځان سره د ګوتے نه اونيسي او په هغه ټول منظر کښې يې اوګرځوي،
محسن شاه محسن په يادونه او دردونه کتاب کښې د طبقاتي نظام خلاف هم غږ اوچت کړے دے ،د پښتنو يو لوي بدقسمتي دا ده چې پښتون د تعليم نه لرے دے د کوم له وجې چې پښتون د ناکامۍ سره مخ دے،محسن شاه محسن په سازش نظم کښې ډېر په يو ښکلي انداز کښې اول دا سازش په ګوته کړے دے،او بيا يې ښه ښکاره او په ډاګه يې چغه وخلے چې
نو! اے زما د قام وګړو،،،،،ځان د دې نه لږ خبر کړئ
د تيارو نه رابهر شئ،،،،خپل ذهنونه منور کړئ
چې تعليم ته کسب وائي،،،هغه خلک در په در کړئ
سړيتوب او ټول علمونه،،،،په کتاب کښې دي باور کړئ
د محسن درنه دا سوال دے،،،چې بچو له علم ورکړئ
محسن شاه محسن پخپله د يو استاد په هيڅ خپلې زمه وارۍ ترسره کوي نو هغه ته د علم ډېره ښه اندازه ده،هم دغه وجه ده په تعليم يې هم ډير زور راوړے دے،او ځائے په ځائے يې په ډير ښه انداز سره دغه طرف ته اشاره کړے ده،
هسې خو پښتنه سيمه د اوږدې مودې راهسې د بد امنۍ سره مخ ده ولې تير لس دولس کالو کښې پښتانه ډېر په بے دردۍ سره اوژړولے شول او د حد نه زيات ظلم ورسره اوشو،د کوم روسته چې د شاعرانو اديبانو قلم هم اودردېدو او ليکونو يو نوے اړخ واخستو،هم دغه شان په دردونه او يادونه کتاب کښې هم دا انداز هم په ګوته کړے شوے دے،
ماله ماتوي منګے رباب سيزي
دا مې لا په څه رنګه عذاب سيزي
زه ورته ورګورمه بې وسه یم
دوي مې پاڼه پاڼه د کتاب سيزي
اے محسنه ګل د پښتنو وطن
ولې مې اورونه د پنجاب سيزي
يو بل ځائے ليکي چې
خاوره دې د یو وې او اختیار دې پرې د بل وي
دغسې حالاتو کښې خو هر سړے پاګل وي
ژوند او ژبه دواړه چې غلام د کوم اولس شي

څه به وي ټپه د شاعر څه به يې غزل وي
هم دغه شان په خپل يو بل ليک کښې وائي چې
فن وژني فنکار وژني
څه خلک د کار وژني
ډير تنکے تنکے ښائست
څومره په ناتار وژني
د حمزه بابا يو شعر دے وائي ،
حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بيان کړم،،،،خو ګوړه چې د هرې ډډې اوڅکے خؤږه وي،
نو بس هم په دغه شعر خپل ليک راغونډوم ځکه چې مشران وائي چې د هسې وئيلو او پخپله د کتلو ډېر فرق وي،نو کتاب ډېر په مناسب قيمت مېلاويږي،په دوه سوه روپۍ، ،،يقينا چې پخپله يې واخلو او اولولو يې،او د تحفې انتظار اونکړو چې ګنې محسن شاه محسن به راته تحفه کړي،ځکه چې پټې ملغلرې يادونه او دردونه به درنه ورک شي

Comment Box is loading comments...

Make up Tip of the day

Using Small plates are Helping lose belly fat

Cooking Tip of the day

Aaloo Chaps (Potato Chaps)